ads

په ۸۰ منه غنمو مزدور ماشوم هم ژوندی پاتې نه شو

د غزني سیمه‌ییز چارواکي پرون ناوخته د ماین په چاودنه کې د دولس کلن ماشوم د وژل کېدو ادعا کوي.

محمدخان بریال
7 غویی 1400
په ۸۰ منه غنمو مزدور ماشوم هم ژوندی پاتې نه شو

د دغه ولایت د والي ویاند واحدالله جمعه‌زاده وایي، پرون ناوخته د غزني د قره‌باغ ولسوالۍ په چرګو سیمه کې یو ۱۲کلن ماشوم د طالبانو پر ماین برابر شوی او وژل شوی دی.
هغه زیاتوي، دغه ماشوم په یاده سیمه کې له کاله په ۸۰ منه غنمو مزدور و او د کلي رمه یې څروله، چې د طالبانو په خښ شوي ماین برابر شوی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو ډېر کله دې ډلې د افغان سرتېرو په نښه کولو لپاره په لاره کې ماینونه ځای پر ځای کړي وي، چې د ورته پېښو لامل کېږي

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA