د دغه وزارت ویاند طارق ارین وایي، دا ټرافیکي پېښه تېره شپه په پغمان ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي په خبره، په دې پېښه کې اووه تنه وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه د پېښې لامل معلوم نه دی، خو ډېر کله داسې پېښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته کېږي.


