ads

په ننګرهار کې پنځه تنه په ډزو وژل شوي

د ننګرهار سیمه‌ییز چارواکي په وسله وال برید کې د پنځو تنو د وژل کېدو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
7 غویی 1400
په ننګرهار کې پنځه تنه په ډزو وژل شوي

د دغه ولایت والي ضیاالحق امرخېل پر خپل ټوېټرپاڼه دا خبره کړې ده.
هغه زیاته کړې، تېره شپه ۱۲ بجې د ننګرهار د لعلپورې ولسوالۍ په سدې سیمه کې ناپېژندو وسله والو په دېره کې پر ناستو کسانو ډزې کړې چې د طالبانو د یو پخواني غړي په ګډون پنځه تنه پکې وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د والي په خبره، پېښه تر څېړنې لاندې ده او په دې برخه کې د امنیتي بنسټونو پلټنې روانې دي.
تر اوسه د پېښې مسولیت کومې ډلې نه دی منلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA