د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل کلید ته وویل، دا پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې چې په پایله کې د نوموړي اوښی وژل شوی، خواښې او خسر یې ټپیان شوي دي.
دی زیاتوي چې قاتل له سیمې تښتېدلی او پولیس یې د نیولو هڅې کوي.
په وروستۍ میاشت کې په بلخ ولایت کې هدفي وژنې، ترور او نورې پېښې ډېرې شوې چې پر مهال یې ۱۰ تنه وژل شوي دي.


