ads

طالبان به د استانبول په ناسته کې ګډون وکړي

د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي صادق خان په مشرۍ پاکستاني پلاوي په کابل کې د ملي امنیت شورا له مشر حمدالله محب، عمر داودزي او نورو چارواکو سره په کتنه کې ډاډ څرګند کړی چې طالبان به د استانبول په ناسته کې برخه واخلي.

محمدخان بریال
7 غویی 1400
طالبان به د استانبول په ناسته کې ګډون وکړي

د پاکستان په چارو کې د جمهور رییس محمد اشرف غني ځانګړي استازي محمد عمر داودزي رسنیو ته دا خبره کړې ده.
هغه همدارنګه ویلي چې پاکستاني لوري ډاډ څرګند کړی چې طالبان به په دې ناسته کې د ګډون تر څنګ د تاوتریخوالي کمېدو او اوربند ټینګېدو ته هم غاړه کېږدي.
پاکستاني لوري ژمنه کړې چې دوی به خپلې ژمنې په عمل کې ثابتوي.
دا څرګندونې پر داسې مهال مطرح کېږي چې ټول ښکېل لوري د استانبول په ناسته کې د طالبانو د ګډون غوښتونکي دي.
همدارنګه ویل کېږي چې د عبدالحکیم حقاني په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی پاکستان ته تللی، څو په دې اړه له خپلو مشرانو سره مشورې وکړې.

که څه هم طالبانو په رسمي ډول په دې ناسته کې ګډون نه دی تایید کړی، خو تر دې وړاندې یې ویلي، تر هغه چې بهرني سرتېري نه وي وتلي، په هېڅ غونډه کې برخه نه اخلي.
ټاکل شوې چې د نوي مهالوېش له مخې د ترکیې ناسته تر کوچني اختر وروسته جوړه شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA