دی زیاتوي، نیول شوي داعشیان د ۱۴ هېوادونو دي چې د ازبکستان، روسیې، تاجکستان، چین، اردن، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو وګړي پکې شامل دي.
نوموړی همدارنګه د مولوي احمد په نوم د طالبانو د یو مشر د وژل کېدو ادعا هم کوي.
سراج وایي، د طالبانو دغه مشر تر اختر محمد منصور وروسته د طالبانو بل ستر مشر و چې د کندهار د میوند او ژړۍ ولسوالیو تر منځ د افغان سرتېرو په عملیاتو کې ووژل شو.
د ملي امنیت رییس همدارنګه وایي، طالبانو هوډ درلود چې د رهبرۍ ځینې مشران او کمېسیونونه یې جنوبي ولایتونو ته راولېږدوي او په وینایي، د هغوی دغه پلان شنډ شوی دی.
طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.


