ads

د راکېټ مرمۍ په چاودنه کې ۱۱ طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

د میدان وردک ولایت امنیتي چارواکي ادعا کوي چې په دایمرداد ولسوالۍ کې په یوه مدرسه کې د طالبانو د راکېټ مرمۍ چاودلې چې په پایله کې یې ۱۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

محمدخان بریال
7 غویی 1400
د راکېټ مرمۍ په چاودنه کې ۱۱ طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند حاجي هوفیاني وایي، یاده پېښه پرون مازدیګر پنځه بجې او ۳۰ دقیقې رامنځته شوې ده.
دی زیاتوي، په دې چاودنه کې پنځه طالبان وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي.
د هوفیاني په خبره، د دې چاودنې له امله د وسله والو طالبانو وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
خو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA