ads

د (DHSA) موسیسې له خوا له ۳۰۰ کورنیو سره نغدي مرسته

په کندهار کې جګړو زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو بېځایه کړې او په ډېر سخت حالت کې د ژوند شپې او ورځې تېروي.

تاج محمد ساحل
6 غویی 1400
د (DHSA) موسیسې له خوا له ۳۰۰ کورنیو سره نغدي مرسته
د دغو کورنیو له ډلې له ۳۰۰ کورنیو سره(DHSA)  یا هم د افغانستان لپاره د بشري او پرمختیايي خدمتونو موسیسې له خوا د کریټاس جرمني پروژې په مالي مرسته نغدي مرسته وشوه.
د دې موسیسې پروګرام مشر عثمان خان وايي، دا کورنۍ د یوې ځانګړې له مخې مشخصې شوې او تر ډېره هغه کورنۍ انتخاب شوې چي اقتصادي حالت يې ډېر کمزوری دی.
د خان په خبره، له هرې کورنۍ سره د ۱۰ زره او ۱۵۰ افغانیو مرسته کېږي او دغه نغدې پیسې د یو شفاف پروګرام له لارې یادو کورنیو ته د بانک له لارې ورکول کېږي.
هغه کورنۍ چې نغدي مرسته يې ترلاسه کړې، خوښ دي او وايي، په دې فرض روژه کې يې مرستې ته تر بل هر وخت ډېره اړتیا ده.
د هغوي په وینا، د جګړو له امله يې د کندهار له یو شمېر ولسوالیو څخه یوازې سرونه خوندي کړي او په یوه جوړه کالیو کې له خپل کور او کلي څخه را وتلي.
هغوي د جګړو درېدو او تلپاتې سولې غوښتنه کوي.
د افغانستان لپاره د بشري او پرمختیايي موسیسې مسولین وايي، هڅه کوي، څو نورو کورنیو لپاره هم د مرستندویه موسیسو په مالي همکارۍ نورې مرستې هم ورسوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA