د دغه ولایت والي محمد اقبال سید وایي، نن نهه بجې او ۲۰ دقیقې د مرورې ولسوالۍ د چینار له سره د طالبانو مزایل مرمۍ راغلې او پر هغه تالار لګېدلې چې د قران کریم د ښه لوستلو سیالۍ پکې روانې وې.
دی زیاتوي، په دې پېښه کې ۱۳ د قرانکریم حافظان او درې ساتونکي ټپیان شوي دي، چې د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي دي.
که څه هم د کونړ سیمهییز چارواکي دا د وسله والو طالبانو کار بولي، خو دې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


