ads

په کندهار کې د موټر بم برید مخه ونیول شوه

دفاع وزارت په کندهار کې د طالبانو د موټر بم برید مخنیوي خبر ورکوي.

محمدخان بریال
6 غویی 1400
په کندهار کې د موټر بم برید مخه ونیول شوه

له دغه وزارت څخه تېره ورځ ناوخته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د هېواد هوایي ځواکونو د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې د طالبانو هغه موټر بم برید له منځه وړی چې پر افغان سرتېرو یې د برید لپاره چمتو کړی و.
خبرپاڼه زیاتوي، د دغه موټر بم برید په له منځه وړلو سره د سترې ترهګریزې پېښې مخه ونیول شوه.
که څه هم دفاع وزارت دا موټر بم برید د طالبانو اړوند یادوي، خو دې ډلې تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
تر دې وړاندې هم د کندهار په ګډون د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د موټر بم بریدونو مخه نیول شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA