د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز د دوشنبې په ورځ کلید ته وویل، دا پولیس سمع الله نومېده چې تېر ماښام شپږ بجې او ۴۰ دقیقې د وسله والو غلو په ډزو وژل شوی دی.
دی زیاتوي چې پولیسو د نوموړي د وژنې په تور څلورتنه نیولې او پوښتنې ترې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د ښار په بېلابېلو برخو کې جنایي جرمونه ډېر شوي دي.
هېوادوال له امنیتي بنسټونو غوښتنه کوي چې په جدي ډول د جنایي پېښو مخه ونیسي.


