د بارکزي په خبره، په دې چاودنه کې د یو افسر په ګډون پنځه پولیس وژل شوي او د ژړۍ د امنیه قومندان په ګډون درې پولیس ټپیان دي.
هغه وايي، ماین د وسله والو له خوا ځای پر ځای شوی و او امنیتي ځواکونه د عملیاتو په هدف دې سیمي ته تللي وو.
چارواکي بیا وایي، د ژړۍ ولسوالۍ د امنیه قومندان روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.
د چاودنې مسولیت کوم چا پر غاړه نه دی اخیستی.


