د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند فرید خان وایې، چاودنه نن سهار شاوخوا اته بجې د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند عبدالوکیل لېسې مخې ته د پولیسو په رینجر موټر شوې، چې له امله یې پنځه تنه ټپیان شوی؛ خو د پولیسو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه ونه ویل.
بلخوا، د ننګرهار د سیمهییز روغتون ویاند ګل زاده سنګر وایې، له یادې پېښې څخه روغتون ته پنځه تنه ټپیان راوړل شوي چې دوه یې پولیس او درې یې ملکي وګړي دي.
تراوسه د یادې پېښې مسولیت چا نه دی منلی.


