هغه زیاتوي، د دغو بریدونو پر مهال درې افغان سرتېر او دوه وسله وال طالبان وژل شوي، یو سرتېری او درې طالبان ټپیان شوي دي.
ده همدارنګه وویل چې د جګړې په سیمه کې یو سرتېری نادرکه شوی دی.
سیمهییزې سرچینې بیا د مرګ ژوبلې شمېر لوړ یادوي او په خبره یې، د جان اغا په نوم یو سیمهییز قومندان هم طالبانو ته تسلیم شوی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


