د دې جرګې رییس میرالرحمن رحماني عمومي غونډې ته په خبرو کې د جګړې له ښکېلو لورو غوښتنه وکړه چې د ملکي وګړو ژوند ته جدي پام وکړي.
نوموړي امنیتي او دفاعي کمېسیون ته دنده وسپارله چې له امنیتي بنسټونو سره یوځای شته اندېښنې پایته ورسوي.
ده په ورته وخت کې د میدان وردک ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د ملي اردو د هاوان په برید کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله د نه منلو وبلله او امنیتي کمېسیون ته یې سپارښتنه وکړه چې د دې پېښې څېړنه وکړي.
د یادولو وړ ده چې تېره ورځ د میدان وردک ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر کور د افغان سرتېرو د هاوان مرمۍ په برید کې څلور تنه وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.
دا اندېښنې پر داسې مهال مطرح کېږي چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د افغان سرتېرو او طالبانو په بریدونو کې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کورنیو چارو وزارت وایي، د حمل میاشتې له ۲۴مې بیا د ثور تر پنځمې نېټې د طالبانو په بریدونو کې ۶۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۸۰ نور ټپیان شوي دي، هغه شمېرې چې طالبان یې نه مني.


