ads

خموش: هڅې کوو چې کانکور په دوو پړاونو کې واخلو

د ازموینو د ملي ادارې مشر عبدالقدیر خموش د دوشنبې په ورځ د یو خبري کنفرانس پر مهال د ۱۴۰۰ لمریز کال د کانکور ازموینې لپاره د بشپړ چمتوالي خبر ورکړ.

محمدخان بریال
6 غویی 1400
خموش: هڅې کوو چې کانکور په دوو پړاونو کې واخلو

هغه زیاته کړه، د روان لمریز کال د کانکور ازموینه په درېیو پړاونو کې تنظیم شوې چې لومړی پړاو یې د غویي یا ثور میاشتې پر اتمه پیلېږي او تر درېیو ورځو به دوام وکړي.
د ده په وینا، تر دې وروسته هڅه کېږي چې سترې ازموینې په دوو پړاونو کې واخیستل شي.
د یادولو وړ ده چې سږ کال به ۷۲ زره او ۱۷۴ تنه لوړو زړه کړو، ۳۰ زره او ۳۰۰ نیمه لوړو زده کړو، ۲۲زره او ۳۸۰ دارلعلومو او ۱۰ زره او ۳۱۰ تنه به د شپې پوهنتون ته ونیول شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA