د امنیت شورا له لوري خپره شوې خبرپاڼه وایي، د دوی تر منځ د افغانستان د سولې پر مسله، امنیت او د سوداګرۍ په برخه کې د شته ستونزو پر حل خبرې وشوې.
د دې شورا په یوه بله خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي د جنوبي او منځنۍ اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د وزیر له مرستیال ډین ټامپسون سره هم کتلي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، ښاغلي ټامپسون د امریکا د جمهور رییس جوبایډن پیغام هم راوړی و چې متحده ایالات به له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او له افغانستان سره خپلې پراختیایي مرستې او د سولې پروسې ملاتړ ته دوام ورکوي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د بایډن له دې پرېکړې هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده چې افغان حکومت به له بهرنیو سرتېرو سره د وتلو او ډیپلوماټیکو ماموریتونو د ساتنې په هدف له نېږدې همکاري وکړي.
حمدالله محب همدارنګه ویلي، افغان امنیتي او دفاعي سرتېري د هېواد د دفاع وړتیا لري او له خپلو متحدینو سره د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته ژمن دي.
دا کتنه پر داسې مهال ترسره کېږي چې ټاکل شوې په مې میاشت کې له افغانستان څخه د بهرنیو سرتېرو وتلو لړۍ پیل شي.


