ads

کورنیو چارو وزارت: وسلوالو طالبانو ۱۱ ورځو کې ۶۳ ملکي وګړي وژلي

د کورنیو چارو وزارت وایي، وسله‌والو طالبانو په تېرو ۱۱ ورځو کې شپږ ځانمرګي بریدونه او  ۶۲ ماین چاودنې کړې دي، چې په ترڅ کې یې ۲۴۳ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

شمس الرحمن شمس
5 غویی 1400
کورنیو چارو وزارت: وسلوالو طالبانو ۱۱ ورځو کې ۶۳ ملکي وګړي وژلي

د دغه وزارت ویاند طارق ارین وایي، د روان کال د وری میاشتې له ۲۵مې تر د ثور ۵مې نېټې پورې دغه مرګ ژوبله رامنځته شوې ده چې ۶۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۸۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په خبره افغان ځواکونو په همدې موده کې د وسلوالو طالبانو ډله‌ییزو بریدونو په غبرګونه د یادې ډلې مهم قوماندان وژلي

وسله والو طالبانو تر اوسه د کورنیو چارو وزارت یادې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA