د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې موټر بم برید شوی

امنیتي چارواکي وایي، افغان ځواکونو تېره شپه د کندهار ولایت پنجوایي ولسوالۍ د یخ څاه په سیمه کې د وسله‌والو طالبانو یوه عراده موټر بم هدف ته تر رسېدو وړاندې په نښه کړی او لمنځه یې وړی دی.