د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې کمانډو ځواکونو د میدان وردګ ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې عملیات کړي دي چې په ترڅ کې یې طالبانو ته مرک ژوبله اړولې ده.
د نوموړي په خبره د عملیاتو په پایله کې ۲۸ طالبان وژل شوي او د دوی زیات شمېر وسلې او مهمات ویجاړ او له منځه وړل شوي دي.
تر اوسه وسلوالو طالبانو په دې تړاو څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

