له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپانه کې راغلي چې افغان ځواکونو د هېواد په پنځو ولایتونو کې د بریدونو او نښتو په ترڅ کې ۱۰۷تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د خبر پاڼې له مخې دغه مرګ ژوبله ننګرهار، لغمان، بادغیس، هلمند او کندهار ولایتونو کې رامنځته شوې.
خبرپاڼه زیاتوي د افغان ځواکونو په بریدونو کې ۹۰ تنه طالبانو وژل شوي او ۱۷تنه نور یې ټپیان شوي دي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

