ads

پکتیا روغتیايي علومو انستیتیوت ته نوې ودانۍ جوړه شوه

د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې د روغتیايي علومو انستیتیوت ته د ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستې ته وسپارل شوه.

خیرالدین ذکي
4 غویی 1400
پکتیا روغتیايي علومو انستیتیوت ته نوې ودانۍ جوړه شوه

مسولین وايې یاده ودانۍ د یو نیم کال په اوږده کې د هندوستان هېواد په مالي مرسته جوړه شوې چې ۲۴ درسي خونې، ۸ ادارې خونې او نور ټول اړین محلقات لري.

د پکتیا په مرکز ګردیز ښار کې د روغتیايي علومو انستیتيوت لپاره نوې ودانۍ تر جوړيدو وروسته نن ورځ د یو لړ مراسمو پر مهال ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

پکتیا والي محمد حلیم فدايي کلید سره په خبرو کې وویل د روغتیايي علومو انستیتیوت په نوې جوړه شوې ودانۍ ۲۲ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې په ۲۴ درسي او ۸ ادارو خونو سربیره نور ټول اړین ملحقات لري.

« د پکتیا روغتیايي علومو انستیتیوت ودانۍ د هندوستان هېواد د ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت سره جوړه شوې ده، ودانۍ په ښه کیفیت جوړه شوې، ۲۴ درسي او ۸ ادارې خونې او تر څنګ يې نور ټول اړین ملحقات هم لري.»

د پکتیا عامي روغتیا ریاست مسولین وايې د نوې ودانۍ په جوړیدو سره به په نارینه وو سربیره ډيری نجونې هم د نرسنګ، قابلګي، فارمسي او نورو څانګو لپاره لیوالتیا وښيي او دلته به زده کړو ته دوام ورکړي.

دوی څرګندوي دا ډول ودانۍ ته ځکه جدي اړتیا وه چې په پکتیا سربیره د زون له ولایتونو څخه هم ګڼ کسان په دغه انستیتیوت کې زده کړو تر لاسه کیدو ته لیوالتیا ښيي.

« د نوې ودانۍ په جوړیدو سره به له ۱۲ ټولګیو فارغ کسان په بیلابیلو روغتیايي څانګو کې زده کړې تر لاسه کړي، موږ ډاډمن یو چې په دې سره به ډيری ځوانانو ته د خپلي خوښي وړ څانګو کې د جذب چانس ورکړل شي، دا چې اوس ښه چاپیریال ورته برابر شوی ځکه به هم ډيری کورنۍ دې زړه ښه کړي چې خپل اولادونه همدلته د روغتیاپالانو په توګه وروزي.»

د دې ولایت ځايې اوسیدونکي هم د پکتیا روغتیايي علومو انستیتیوت لپاره د ودانۍ جوړیدل په طبي او روغتیايي برخه کې پرمختګ یادوي .

دوی وايې د ولایت په کچه دا مهال نارینه او ښځینه نرسانو، قابلو او نورو روغتیاپالانو ته اړتیا لیدل کیږې او په قول يې همدا انستیتیوت يې غوره لاره ده.

« د روغتیايي علومو انستیتیوت ودانۍ جوړیدل پکتیا کې د روغتیايي او طبي زده کړو د پیاوړتیا په برخه کې نوی زیری دی، دلته به زموږ وروڼه او خوېندي په بیلابیلو روغتیايي څانګو کې روزل کیږې او ټولنې ته به د چوپړ لپاره وړاندې کیږې.»

یاده دي وي تر دې وړاندې هم په پکتیا سربیره پکتیکا کې د یو شمېر رغنیزو پروژو او ودانیو چاري د هندوستان هېواد په مالي مرسته سرته رسیدلې او خلک يې د کیفیت له اړخه هم تر ډيره ښې یادوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA