ads

زمبابوې لوبډلې پاکستان لوبډلې ته په دویمه شل اوریزه لوبه کې ماتې ورکړه

لومړۍ توپوهنه د زمبابوې لوبډلې وکړه او د ۹ لوبغاړو په زیان سره یې د ۱۱۹منډو هدف وټاکه، په ځواب کې پاکستانۍ لوبډلې د یاد هدف پوره کولو لپاره هڅه وکړه، خو د زمبابوې لوبډلې توپ اچونکو ورته اجازه ورنکړه چې لوبه وګټي.

شمس الرحمن شمس
4 غویی 1400
زمبابوې لوبډلې پاکستان لوبډلې ته په دویمه شل اوریزه لوبه کې ماتې ورکړه

د پاکستان ملي لوبډلې د ټولو لوبغاړو په زیان سره یوازې ۹۹منډې جوړې کړې او له زمبابوې لوبډلې څخه یې د ۱۹ منډو په توپیر سره ماتې ومنله.

د لوبې غوره لوبغاړی لاک جونګوي وټاکل شو، نوموړي په څلورو اورونو کې ۱۸ منډې ورکړې او څلور پاکستاني لوبغاړي یې اوټ کړل.

دا په داسې حال کې ده چې تر دامهاله یوه لوبه پاکستان او یوه لوبه زمبابوې لوبډلې ګټلې ده چې درېیمه لوبه یې د اپریل میاشتې په ۲۵مه نېټه ترسره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA