ads

د شاه و عروس بند د جوړېدو چارې بشپړې شوې

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره خبر ورکوي د شاه و عروس بند ساختماني چارې بشپړې شوې، چې په نږدې راتلوونکي کې به یې د اوبو ذخیره کول پيل شي او د سمې له خلکو غواړي چې یاده سیمه پاکه او پرېږدي.

شمش الرحمن شمس
4 غویی 1400
د شاه و عروس بند د جوړېدو چارې بشپړې شوې

 د دې ادارې تخنیکي مرستیال انجنیراحمد ویس بصیري وايي، د دغې پروژې د استملاک تصفیه حساب پيسې د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې لخوا تصویب شوي چې په نږدې راتلوونکي کې به زیانمنو باندې ووېشل شي.

د یادونې وړ ده چې شاه و عروس بند د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې یو له سترو پروژو څخه دی، چې د ۱،۲ مېګاواټه بريښنا د تولید ظرفیت لري؛ ۲۷۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبوي او ۹ میلیونه متر مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA