ads

په ننګرهار کې ۹ تنو وسله‌والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار په اچین  ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښته کې ۹ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ایمل عزیزي
4 غویی 1400
په ننګرهار کې ۹ تنو وسله‌والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
ننګرهار

په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د ویاند مرستیال مقصود صاحب زاده وایي، تېره شپه وسله والو طالبانو د اچین ولسوالۍ په مامند درې  سیمه کې پر امنتي پوستې برید وکړ چې، د افغان ځواکونو له مقاومت سره مخ شول.

د نوموړي په خبره په دې نښته کې د سپين غر ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د ولسوال په ګډون ۴ تنه وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA