ads

په غزني کې ماین چاودنې د څلور تنو ژوند واخېست

د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، نن سهار غزني ښار ته څېرمه د سړک پر غاړې یوه ځای پر ځای شوي ماین د ولسي وګړو د سپرلۍ پر یو موټر چاودنه کړې، چې  په ترڅ کې څلور تنه ولسي وګړي وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

شمس الرحمن شمس
4 غویی 1400
په غزني کې ماین چاودنې د څلور تنو ژوند واخېست
غزني کې پر ملکي خلکو برید

د غزني والي واحدالله جمعه زاده وايي، پېښه د غزني ښار اړوند د شالیز سیمه کې پر یوه ټونس ډوله موټر شوې ده.

د نوموړي په خبره وژل شوي کسان او ټپیان ټول سړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په یاده سیمه کې له یوې اونۍ راهیسې د جګړې شاهده ده

د د والي مطبوعاتي دفتر ددې ماین د اېښودو پړه پر وسله والو طالبانو اچولې ده، خو طالبانو تر دې دمه د یادې پېښې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA