د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی وایي، په یاد برید کې دوه تنه وژل شوي چې په وژل شویو کې یو قومي مشر حاجي لعل اغا هم شامل دی او همدارنګه دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
د دولتزي په خبره، برید کوونکي له سیمې څخه تښتېدلي دي.
د برید مسؤولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په ننګرهار ولایت کې هم په یوه جومات کې پر لمونځ کوونکو برید شوی و، چې په کې د یوې کورنۍ اته تنه غړي وژل شوي وو او دوه تنه نور ټپیان شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

