ads

افغانستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ درې اړخېزه ناسته وشوه

د بهرنیو چارو وزارت وایي، پرون د افغانستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ درې اړخیزه ناسته ترسره شوه او په دغه ناسته کې د افغان سولې پر خبرو او اوربند ټینګار وشو.

شمس الرحمن شمس
4 غویی 1400
افغانستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ درې اړخېزه ناسته وشوه

د دغه وزارت ویاند ګران هېواد کلید ته وویل چې په دغه درې اړخیزې ناستې کې، د بهرنیو چارو وزیرانو تصمیم ونیوه چې یو سوله‌ایز، آزاد، خپلواک، ولسواک او متحد افغانستان ملاتړ لپاره خپلو هڅو او همکاریو پر دوام ټینګار وشو.

د نوموړي په خبره په یاده ناسته کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر ختمېدو او پر سملاسي اوربند ټینګار وشو او له طالبانو وغوښتل شول چې یوه سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو لپاره پر خپلو ژمنو ودریږي.

اتمر په کرونا د اخته کېدو له کبله له پاکستاني او ترکي سیال سره مخامخ نه دي کتلي، خو همالته ترکیه کې له لېرې واټنه غونډې ته وصل شوی و.

په دغه درې اړخیزه ناسته کې د افغان سولې او په هېواد کې د اوربند په تړاو داسې مهال خبرې کېږي، چې ټاکل شوې وه د اپریل میاشتې په ۲۴مه نېټه په ترکیه کې ناسته ترسره شوې وای چې د طالبانو د نه ګډون له کبله یې نېټه وځنډېده.

طالبانو ویلي، تر هغې چې د دوحې تړون سره سم ټول بهرني ځواکونه له افغانستان وتلي‌ نه وي، دوی به هېڅ‌ داسې ناسته کې ګډون نه کوي چې د افغانستان برخلیک په اړه پکې پرېکړه کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA