په هېواد کې د کرونا ويروس خپرېدا پر بېلابېلو سکټورونو خپلې اغېزې وکړې. لغمان چې زراعتي ولايت دی، د دې وبا له اغېزو بېبرخې نهو او پر زراعتي سکټور او هلته یې د بزګرانو پر کاروبار منفې اغېزې وکړې. د همدې موضوع د څېړلو په هدف مې لغمان ولايت ته سفر وکړ. دلته يو شمېر بزګران وايي، په هېواد کې د کرونا ویروس خپرېدا او په لغمان ولايت کې درې مياشتني قرنطين یې پر کاروبار منفي اغېز وکړ او تېر ۱۳۹۹ لمریز کال ورته له اقتصادي پلوه ډېر سخت تمام شو.
د ياد ولايت مرکز مهترلام اړوند ګمين کلي ته ورغلو، له ۴۵ کلن عاشقالله سره چې په خپلو پټيو کې په کار بوخت و، پر همدې مسايلو وغږېدو.
هغه موږ ته وويل چې تېر کال د کرونا ویروس د خپرېدو له امله یې محصولات سخت زيانمن شول او نه يوازې دا چې له خپلو محصولاتو یې هېڅ ګټه ترلاسه نهکړه، بلکې ترڅنګ د بازار تړلو له امله یې شاوخوا ۶۰زره افغانۍ هم اضافي تاوان وکړ.
عاشقالله تېر کال د کرونا ويروس د خپرېدا پر مهال بېنډۍ کرلې وې. د هغه بېنډيو ۲۵۰ منه حاصلات ورکړي وو، دی چې ډېر ناهيلی شوی و، په ډېرې خواشينۍ یې وويل، د بازار بندېدو او قرنطين له امله یې يوازې ۵۰منه بېنډۍ من په ۳۰ او ۵۰ افغانيو وپلورلې، خو اصلي بيه یې ۲۰۰ افغانۍ وه او پاتې نورې بېنډۍ یې ورستې شوې.
هغه کليد وويل:
«تېر کال زموږ ټول محصولات وراسته شول، لارې بندې شوې او زموږ محصولات يوازې په لغمان ولايت کې خرڅ شول، داسې وخت هم راغی چې ښار قرنطين شو او موږ نشو کولی خپل محصولات وپېرو، نو همدا یې لامل دی چې تېر کال زمو محصولات ټول خراب شول، ما خپله بېنډۍ کرلې وې او ۲۵۰ حاصلات یې ورکړي وو، خو يوازې ۵۰ منه یې په ډېر ټيټ قيمت وپلورل شوې.»
يوازې عاشقالله نه، بلکې د لغمان ولايت نور بزګران هم تېر کال د کرونا ویروس د خپرېدو له امله سخت زيانمن شوي دي.
رحمتالله بیا بل هغه بزګر دی چې شاوخوا ۱۶ کاله کېږي د لغمان ولايت په پشهيي سيمه کې بزګري کوي او له همدې لارې د خپلې کورنۍ نفقه پيدا کوي.
هغه تېر کال پياز، کچالو، کدو، بادرنګ، ګلپي او غنم کرلي وو.
دی چې ۳۸ کاله عمر لري او په خپلو شنو پټيو کې پر کار بوخت و، له موږ سره یې د خبرو پر مهال وويل، تېر کال یې د کرونا له امله نيم په نيمه تاوان وکړ، د د وی توليدات د لارو بندېدو له امله نورو ولايتونو ته صادر نه شول او يوازې یې په لغمان ولايت کې خرڅ کړل.
د هغه په وينا تېر کال نه يوازې دا چې هېڅ ګټه یې ونهکړه، بلکې د ځمکې د اجارې له درکه شاوخوا يو نيم لک افغاني پوروړی شو.
د رحمتالله په خبره، تېر کال یې ډېر محصولات وراسته شول او د نه خرڅېدو له امله یې د کرونا ویروس د خپرېدو او قرنطين پر مهال په ډېرو ستونزو او کړاوونو ورځې شپې سبا کړې.
هغه کليد ته وويل:
«ما تېر کال پياز، کچالو، کدو، بادرنګ، ګلپي او غنم کرلي وو، خو هر څه په تاوان کې لاړل، بازار بند و او موږ خپل محصولات چېرته پلورلي وی؟ نه یوازې دا چې موږ تېر کال له خپلو محصولاتو هېڅ ګټه ترلاسه نهکړه، بلکې د ځمکې د اجارې له درکه ډېر پوروړی شوم، هغه مهال مو په ډېرو ستونزو سره ورځې شپې سبا کړې او ډېر بد وخت و.»
د دې موضوع د ښه څېړلو په هدف د لغمان ولايت د کورنیو محصولاتو د خرڅلاو مارکېټ ته ورغلم.
د لغمان ولايت په ښار، بازارونو او مارکېټونو کې ټول کورني محصولات، ترکاري او سبزيجات پلورل کېږي.
دلته د داخلي توليداتو هټۍوال وايي، د کرونا وبا د خپرېدو پرمهال لغمان د درې مياشتو لپاره قرنطين و او دوی ته د کارو بار اجازه نهورکول کېده، خو وروسته له ډېرو هڅو څخه يې په اوونۍ کې يوازې د يوې ورځې لپاره د کارو بار اجازه ترلاسه کړه.
۲۹کلن اشرف چې په لغمان ولايت کې شاوخوا ۱۲ کاله کېږي، د داخلي توليداتو خرڅلاو کاروبار کوي، وايي، ده د کرونا پر مهال د شاوخوا ۲۵ زره افغانيو سبزيجات راوړي وو، چې ټول په تاوان کې لاړل، خو داسې کسان هم شته چې سلګونه زره افغانۍ تاوان یې وکړ.
هغه د خپلو خبرو پر مهال زياته کړه، بازار تړل شوی وو او له همدې امله د دوی ټول سبزيجات وراسته شول.
اشرف کليد ته وويل:
«په لغمان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله ټولو دکاندارانو ډېر تاوانونه وکړل، ما پهخپل د ۲۵زره افغانيو په ارزښت سبزيجات راوړي وو، خو ټول په تاوان کې لاړل ځکه ښار بند و او چا ته د تګ او راتګ اجازه نهورکول کېده او له همدې امله زما ټول سبزيجات پاتې او وراسته شول.»
د لغمان ولايت د ترکاري پلورونکو ټولنې رییس عبدالقدوس بيا وايي، د کرونا ویروس د خپرېدا پر مهال د داخلي توليداتو ټولو پلرونکو ته له اقتصادي پلوه ډېره زيانونه ورسېدل او هر چا د خپلې پانګې په کچه تاوان وکړ.
هغه زياته کړه، په لغمان کې د قرنطين پر مهال بازارونه تړل شوي وو، خو وروسته بیا محلي حکومت دوی لپاره يو کوچنی مارکيټ جوړ کړ او دوی په يوې اوونۍ کې يوازې يوه ورځ د دې اجازه درلودله چې خپل توکي وپلوري.
عبدالقدوس کليد ته وويل:
«کرونا دلته په لغمان کې د داخلي توليداتو ټول هټۍوال او کاروباريان سخت وځپل او ټولو ته یې زيانونه ورسول، ځينو ته په زرګونه او ځينو ته یې بيا په لکهاوو افغانۍ زيان ورساوه، کله چې قرنطين شو؛ ښار بند و، وروسته بيا محلي حکومت سبزي پلورونکو ته يو کوچنی مارکيټ جوړ کړ او په يوې هفته کې هټۍوالو يوازې يوه ورځ اجازه درلوده چې خپل محصولات وپلوري.»
د دې موضوع د لا روښانه کېدو په هدف د لغمان ولايتي شورا دفتر ته ورغلم او هلته مې د ولس له استازو سره په دې اړه خبرې وکړې.
د ولايتي شورا غړي او منشي محمد ظاهر حسينخېل له کليد سره په خبرو کې وويل ، په لغمان ولايت کې د کرونا پر مهال زراعتي سکټور چې ۸۰سلنه وګړي پهکې بوخت دي، سخت زيانمن شو.
هغه زياته کړه، هغه مهال ښار تړل شوی و او بازار ته د خلکو پر تګ او راتګ بنديز لګېدلی و، چې له همدې امله د بزګرانو محصولات په پټيو کې پاتې او وراسته شول.
د حسين خېل په وينا، بزګرانو ډېر زيات تاوانونه وکړل، خو سیمهییز حکومت بيا د دغو تاوانونو د جبران لپاره تر ننه څه نهدي کړي.
هغه کليد ته وويل:
«کرونا په لغمان ولايت کې زراعتي سکټور چې شاوخوا ۸۰سلنه وګړي پهکې بوخت دي، سخت زيانمن کړ او دې سکټور ته یې ډېر زيان ورسوو، د بزګرانو حاصلات په پټيو کې پاتې او وراسته شول، کله به یې چې ښار ته راوړل دوی ته اجازه نهورکول کېده چې خپل حاصلات وپلوري، دوی ته ډېر تاوانونه رسېدلي او سيمهيیز حکومت بيا تر ننه پورې د دې تاونونو د جبران لپاره څه نهدي کړي.»
د لغمان د کرنې او مالدارۍ رياست بيا د کرونا ويروس د خپرېدو او قرنطين وضع کېدو پر مهال زراعتي سکټور او بزګرانو ته د زيان رسېدو موضوع په بشپړ ډول ردوي او وايي، تېرکال د کرونا ويروس د خپرېدو له امله نهيوازې دا چې بزګرانو تاوان نهدی کړی، بلکې د نورو کلونو په پرتله یې ښه ګټه هم کړې.
د کرنې او مالدارۍ مسوولينو که څه د صادراتو په تړاو کومه سروې نهده کړې، خو له کليد سره یې په خبرو کې وويل، تېر کال د بندرونو د تړل کېدو له امله د لغمان داخلي توليدات د کابل په ګډون د هېواد بېلابېلو ولايتونو ته صادر شول او بزګرانو هم له دې څخه ښه ګټه ترلاسه کړه.
د کرنې او مالدارۍ رییس جميل خوشحال وايي، د کرونا ویروس د خپرېدا پر مهال د داخلي توليداتو په ځانګړي ډول د سبزيجاتو پر خرڅلاو او انتقال بندیز نهو لګول شوی او د سبزيجاتو لپاره ښه با زار موجود و.
د لغمان د کرنې او مالدارۍ رياست د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې په ۹زره هکټاره ځمکه کې سبزيجات کرل کېږي او لغمان د هېواد په کچه د سبزيجاتو د پايتخت په نوم هم يادېږي.
خوشحال کليد ته وويل:
«تېر کال د بندرونو د تړل کېدو له امله د لغمان داخلي توليدات د کابل په ۱۷ ولايتونو ته صادر شول او بزګرانو هم له دې څخه ښه ګټه ترلاسه کړه، سمه ده چې کرونا وه او ځينې محدوديتونه وضع شوي وو، خو بزګرانو لپاره هېڅ محدوديت نهو وضع شوی او دا موضوع هم ردوم چې دوی ته زيانونه رسېدلي دي.»
هڅه مو وکړه چې پهدې اړه د ولايت مقام نظر هم واخلو، خو هغوی پهدې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.
پر دې موضوعاتو سربېره وموغوښتل چې په لغمان ولايت کې د کرونا له امله رامنځته شوی وضعيت هم وڅېړو، نو پر همدې اساس د ياد ولايت کوېډ۱۹ روغتون ته ورغلو.
په لغمان کې د کرونا پروژې مسوول صديقالله عادل له کليد سره د خبرو پر مهال وويل. په ياد ولايت کې د کرونا ویروس لومړۍ مثبته پېښه د ۲۰۲۰ ميلادي کال د اپرېل پر ۴مه نېټه ثبت شوه او اوسمهال په ټول لغمان کې د کرونا ويروس ۷۵۲ مثبتې پېښې ثبت شوي او له ډلې یې ۳۸ کسان هم مړه شوې دي.
د لغمان کوېډ۱۹ روغتون د معلوماتو پر بنسټ، په وروستيو څو اوونيو کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو ګراف بياځلي د لوړېدو په حال کې دی او لامل یې دا دی چې د خلکو پوهای زيات شوی او د ټېسټ لپاره مراجعه کوي.
عادل کليد ته وويل:
«په لغمان ولايت کې د کرونا ویروس لومړۍ پېښه د ۲۰۲۰ ميلادي کال د اپرېل پر ۴مه نېټه ثبت شوه يو کس چې حضرت بلال نومېده، د هغه ټېسټ مثبت و، له هغه مهاله تر اوسه پورې د کرونا ويروس ۷۵۲ مثبتې پېښې ثبت شوي او له ډلې یې ۳۸ کسان هم مړه شوې دي، په وروستيو څو اوونيو کې بياځلي د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر مخ پر لوړېدو دی؛ خلک ټېسټ ته مراجعه کوي او بله مسله هم دا ده چې ځينې کسان له پاکستانه راځي او ویروس له ځان سره دلته انتقالوي.»
اوسمهال په لغمان ولايت کې د خلکو ژوند او د بزګرانو کارو بار عادي حالت ته راګرځېدلی، بزګران تمه لري چې سږکال به دوی ته رسېدلي زيانوونه، يو څه جبران شي.