ads

په کندهار کې ماین چاودنې د څلورو ملکیانو ژوند واخیست

د کندهار امنیتي چارواکې وايي، نن شاوخوا دوې بجې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې ماين چاودنې څلور ملکي کسان ووژل اودرې نور يې ټپیان کړل.

عبدالمالک افغان
3 غویی 1400
په کندهار کې ماین چاودنې د څلورو ملکیانو ژوند واخیست
د دغه ولایت د امنيه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي کلید ته وویل، یاد ماين د ارغنداب ولسوالۍ د ژوندو هديرې په سیمه کې د ملکي کسانو پر زرنج موټرسیکل چاودېدلی.
د بارکزي په وینا، په یاده پېښه کې ۴ ملکي کسان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.
دی زیاتوي چې ماین د وسله والو طالبانو له لوري ځای پر ځای شوی و.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA