د دغه ولایت د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وایي، طالبانو غوښتل چې د غزني مرکز اړوند په اسفندي سیمه کې د افغان سرتېرو پر پوستو بریدونه ترسره کړي چې په خبره یې، د افغان هوایي او ځمکنیو سرتېرو له مقاومت سره مخ شوي دي.
هغه زیاتوي، د افغان ځواکونو په دفاعي بریدونو کې تر ۱۵ ډېر وسله وال طالبان وژل شوي چې د ډېرو جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې شوي دي.
بلخوا، له دفاع وزارت څخه هم په خپرو شوو خبرپاڼو کې ویل شوي چې په زابل، کندهار او هرات ولایتونو کې د افغان سرتېرو په بریدونو کې ۳۶ طالبان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
خو وسله والو طالبانو ځانته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي.


