ads

په هرات کې یوه نجلۍ د تښتونکو له منګولو وژغورل شوه

افغان امنیتي ځواکونو په هرات ولایت کې د عملیاتو پر مهال د تښتوونکو له منګولو یوه لس کلنه نجلۍ ژغورلې ده.

محمدخان بریال
3 غویی 1400
په هرات کې یوه نجلۍ د تښتونکو له منګولو وژغورل شوه

د دغه ولایت والي سید وحید قتالي تېره ورځ ناوخته په یو خبري کنفرانس کې وویل، دا نجلۍ وړمه ورځ د هرات ښار له پنځمې ناحیې تښتول شوې وه.
نوموړی زیاتوي چې د عملیاتو پر مهال درې تښتونکي هم نیول شوي او د نورو د نیولو هڅې روانې دي.
په ورته وخت کې د تښتول شوې نجلۍ کورنۍ له حکومته غوښتنه کوي چې نیول شوو کسانو ته د قانون پر اساس جزا ورکړي.
د هرات سیمه‌ییز چارواکي وایي، اوس هم د یاد ولایت یو اوسېدونکی له تښتوونکو سره بند پاتې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA