ads

په زابل کې د ټرافیکي پېښې له امله ۱۴ تنه وژل شوي

د زابل سیمه‌ییز چارواکي د ټرافیکي پېښې له امله د ۲۶ تنو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

محمدخان بریال
3 غویی 1400
په زابل کې د ټرافیکي پېښې له امله ۱۴ تنه وژل شوي

د دغه ولایت د والي ویاند ګل اسلام سیال د جمعې په ورځ کلید ته وویل، پرون ماښام د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالۍ په جلدک سیمه کې مارسډیز او ټېلر موټر ټکر کړی.
د ده په خبره، په دې پېښه کې ۱۴ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
هغه زیاتوي چې د پېښې لامل د وسله والو طالبانو له خوا په لاره کې د اېښودل شوو ماینونو له امله د سړک خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي ده.
د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې هم په ورته نورو پېښو کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA