د بهرنیو چارو وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه وایي، د یاد وزارت وزیر محمد حنیف اتمر په دې ناسته کې د ګډون لپاره پرون سهار استانبول ته رسېدلی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، په یاده غونډه کې به د افغانستان د سولې بهیر د بریا، د افغان حکومت او طالبانو د خبرو بیا پیل، د سیمهییزې اجماع پیاوړتیا او په ورته نورو مسایلو خبرې وشي.
سرچینې همدارنګه ویلي، د ناستې په څنډه کې به د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د سیاسي، امنیتي او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په هدف دوه اړخیزې ناستې هم ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په ترکیه کې د افغانستان د سولې په تړاو کېدونکې غونډه به د طالبانو د نه ګډون په دلیل تر کوچني اختر وروسته ترسره شي.
ویل کېږي چې طالبانو په دې ناسته کې د ګډون لپاره یو پلاوی پاکستان ته لېږلی چې له خپلو مشرانو سره مشورې وکړې.
خو طالبانو په رسمي ډول دا څه نه دي منلي.


