ads

مکنیزي: د افغان سرتېرو ملاتړاړین دی

په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال فرانک مکنزي وايي، له افغانستان څخه د دغه هېواد د ټولو ځواکونو تر وتلو وروسته هم افغان پوځ مرستې ته اړتیا لري او که ور سره ونه شي افغان پوځ ړنګېږي.

محمدخان بریال
3 غویی 1400
مکنیزي: د افغان سرتېرو ملاتړاړین دی

د اسوشېټېډ پرېس د راپور له مخې، نوموړي پرون کانګرس ته په وینا کې ویلي، په کابل کې د امریکا سفارت د خوندیتوب لپاره هم د افغان حکومت پر وړتیا شک لري.
امریکايي رسنۍ وایي، د دغه هېواد پوځي قومندانانو له افغانستان د خپلو ټولو ځواکونو وتل نه غوښتل.
مکنزي د وسله والو ځواکونو په کمېټه کې ویلي، که امریکايي ځواکونه ووځي، د هوايي څار یا ترهګرۍ ضد بریدونو لپاره به افغانستان ته د وسله والو بې پیلوټه او نورو جنګي الوتکو تګ راتګ له څلورو ساعتونو ډېر وخت ونیسي.
تر دې مخکې د امریکا دفاع وزیر لویډ استین د ناټو مرکز کې وویل، چې امریکا تر وتلو وروسته هم د افغانستان ملاتړ روان ساتي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA