ads

د جمهور رییس په شتون کې د کندهار امنیتي حالت وارزول شو

جمهور رییس محمد اشرف غني پرون د یو سفر پر مهال کندهار ولایت ولاړ او هلته یې د دغه ولایت له قومي مشرانو، متنفذینو او نورو مسولینو سره ولیدل.

محمدخان بریال
3 غویی 1400
د جمهور رییس په شتون کې د کندهار امنیتي حالت وارزول شو

نوموړی تېره ورځ مازدیګر ناوخته ۲۰۵ اتل قول اردو ته ورغی او هلته یې د کندهار د امنیتي حالت په تړاو د مسولینو معلومات واورېدل.
ده هغو امنیتي مسولینو ته مډالونه ورکړل چې د امنیت ټینګېدو په برخه کې یې اساسي ګامونه پورته کړي وو.
د یادولو وړ ده چې جمهور رییس تېره ورځ یوې خبري غونډې د خبرو پر مهال د کندهار له ولسونو وغوښتل چې متحد او له جمهوریت څخه دفاع ته چمتو شي.
هغه په ورته وخت کې پر طالبانو غږ وکړ چې هېواد ته راستانه شي او خپلې غوښتنې په لویه جرګه کې مطرح کړي.
جمهور غني د دغه سفر پر مهال په کندهار ولایت کې د مهمند په نوم نوی ۲۰۰ بستیریز روغتون ګټې اخیستنې ته وسپاره او د دغه ولایت له اوسېدونکو سره یې ګڼې نورې ژمنې هم وکړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA