ads

د ترکیې درې اړخیزه ناسته؛ ایا طالبان به بیرته خبرو ته راوګرځي؟

د بهرنيو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د افغانستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون په هدف د پنج‌شنبې پر ورځ ترکیې ته ولاړ.

منصور یوسفزی
3 غویی 1400
د ترکیې درې اړخیزه ناسته؛ ایا طالبان به بیرته خبرو ته راوګرځي؟

د بهرنيو چارو وزارت له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په‌دې غونډه کې به د سولې بهير د بريا، د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو بيا پيل، د سيمه‌ییزې اجماع پر پياوړتيا او په‌دې برخه کې د پاکستان او ترکیې د رول په اړه سره خبرې وشي.
د چارو يو شمېر شنوونکي بیا په دې اړه بېلابېل نظرونه لري.
د سياسي چارو شنوونکی امين‌الله شارق د افغانستان، ترکیې او پاکستان دا درې اړخيزه غونډه مهمه بولي او ټينګار کوي چې پاکستان هغه هېواد دی چې د افغانستان په سوله او جګړه کې رغنده رول لوبولی شي.
هغه زياته کړه، وبه کتل شي چې پاکستان تر کومې کچې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره لېوالتيا ښيي او په خبره یې، هلې ځلې روانې دي، څو طالبان د استانبول سولې په ناسته کې ګډون وکړي،
شارق کليد وويل:
«له شک پرته دا درې اړخيزه چې په‌کې افغانستان، پاکستان او ترکيه ګډون لري، مهمه ده، خو دا به وکتل شي چې دا به څه پايله ولرې او پاکستان به تر کومې اندازې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره لېوالتيا ښيي.»
د چارو بل شنوونکی عبدالناصر شفيق هم ياده درې اړخیزه غونډه مهمه بولي، خو زياتوي، حکومت بايد د پاکستان او طالبانو باورمندي هم‌مهاله ترلاسه کړي، ځکه هر اړخ خپلې غوښتنې لري.
د هغه په خبره، حکومت بايد داسې تګلارې رامنځ‌ته کړي چې طالبان پرې باور وکړي او له فشار سره مخ شي.
شفيق وويل کليد ته وويل:
«حکومت نه‌بايد يوازې د پاکستان باورمندي ترلاسه کړي، له دوی سره هم‌مهاله بايد د طالبانو باورمندي ترلاسه شي، ځکه طالبان د جګړې اصلي اړخ دی او دوی خپلې غوښتنې لري.»
پر دې سربېره، ویل کېږي چې د شيخ عبدالحکيم حقاني په مشرۍ د طالبان يو پلاوی له دوحې څخه پاکستان ته تللی.
پخواني طالب چارواکي سيد اکبر اغا بيا په دې اړه کليد ته وويل، د امريکا له‌خوا د هوکړې نقض له امله ښايي طالبان له خپلو ملګرو سره د استانبول په ناسته کې د ګډون او تر مې میاشتې وروسته په افغانستان کې د جګړې په تړاو مشورې وکړي.
اکبر اغا وويل:
«د امريکا له‌خوا د سولې په تړاو د شوې هوکړې نقض د دې لامل شو چې طالبان اوس له خپلو ملګرو سره په دې اړه مشورې وکړي چې ایا تر مې مياشتې وروسته په افغانستان کې جګړه پيل کړي او يا بيا له دوی سره خبرو ته کېني او ښايي دوی د استانبول سولې ناستې په تړاو هم مشورې وکړي.»
که څه هم ټاکل شوې وه چې د استانبول سولې ناسته به د اپرېل پر ۲۴مه وشي، خو په دې ناسته کې د طالبانو نه ګډون د دې لامل شو چې یاده نسته د کوچني اختر تر وروستیو وځنډول شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA