ads

په کابل کې دوو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کابل امنیتي چارواکي د ناپېژندو وسله والو په برید کې د دوو پولیسو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

محمدخان بریال
2 غویی 1400
په کابل کې دوو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې
Afghan policeman stand guard at the site of a blast and gunfire in Kabul, Afghanistan March 8, 2017.REUTERS/Mohammad Ismail

د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز د پنجشنبې په ورځ کلید ته وویل، نن ۱۲ بجې او ۳۵ دقیقې د درېیمې ناحیې اړوند د کارته چهار په سیمه کې ناپېژندو وسله والو پر پولیسو برید کړی.
د هغه په خبره، په دې پېښه کې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپی شوی دی.
دی زیاتوي چې د پېښې انګېزه معلومه نه ده او په تړاو یې څېړنې روانې دي.
د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې هدفي وژنو او وسله والو بریدونو هېوادوال سخت اندېښمن کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA