ads

په نیمروز کې له موټرو پیسو اخیستونکي طالبان وژل شوي

دفاع وزارت خبر ورکوي چې تېره ورځ تر غرمې وروسته د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې افغان کمانډو سرتېرو د هغو طالبانو پر وړاندې عملیات ترسره کړل چې له موټرو به یې پیسې اخیستې.

محمدخان بریال
2 غویی 1400
په نیمروز کې له موټرو پیسو اخیستونکي طالبان وژل شوي

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغو عملیاتو په پایله کې شپږ طالبان وژل شوي، څلور نور ټپیان او شپږ تنه ژوندي نیول شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې په ترسره شوو علمیاتو کې د طالبانو یو موټر، یو موټرسایکل او ګڼې وسلې هم له منځه وړل شوي دي.
د سرچینې په وینا، طالبانو په یاده سیمه کې له موټر چلوونکو په زور پیسې اخیستې چې د افغان سرتېرو له لوري په نښه شول.
طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA