له دغه وزارت څخه په بېلابېلو خپرو شوو خبرپاڼو کې لیکل شوي چې افغان سرتېرو د هوایي ځواکونو په ملاتړ په زابل، غزني، بلخ او د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د طالبانو پر وړاندې عملیات او بریدونه ترسره کړي دي.
د وزارت خبرپاڼه زیاتوي، په دغو بریدونو کې ۵۰ طالبان وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.
د سرچینې په وینا، په یادو بریدونو او عملیاتو کې د طالبانو وسلې، ماینونه او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
طالبانو بیا ځانته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي.


