د دغه ولایت د ولایتي شورا رییس فضل الحق احسان د پنجشنبې په ورځ کلید ته وویل، تېره ورځ مازدیګر مهال ناپېژندو وسله والو څلور تنه د کابل ـ غور پر لاره له موټر کښته کړي او په ډزو یې وژلي دي.
د ده په وینا، دغه پېښه د غور ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالیو اړوند په شیني کوتل سیمه کې رامنځته شوې ده.
دی زیاتوي چې په وژل شوو کې درې تنه محصلین هم شامل وو.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغه برید مسولیت نه دی منلی.
تر دې وړاندې هم پر دې لاره مسافر وژل شوي او مسولیت یې داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.


