ads

د افغانستان او استونیا جمهور رییسانو د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ

د استونیا هېواد جمهور رییسه کرستي کالیولایډ پرون ناوخته افغانستان ته راغله او دلته یې له جمهور رییس غني او د مصالحې شورا له مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره وکتل.

محمدخان بریال
2 غویی 1400
د افغانستان او استونیا جمهور رییسانو د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوې چې په ترسره شوې کتنه کې د افغانستان او استونیا تر منځ د اړیکو د پراختیا، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پرېکړې، د افغانستان او نړیوالې ټولنې او ناټو سازمان غړو هېوادونو ترمنځ د مناسباتو د نوي څپرکي په اړه بحث او خبرې وکړې.
جمهور رییس غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د استونیا هېواد د مرستو او همکاریو او د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د دغه هېواد ځواکونو له فعالې ونډې مننه کړې ده.
د هېواد جمهور رییس د ډیجیټلي کولو په برخه کې د استونیا هېواد د لاډېرې همکارۍ غوښتنه کړې.
د دې کتنې په وروستیو کې د استونیا جمهور رییسې افغان لوري ته له افغانستان سره د استونیا د پیاوړو او غښتلو اړیکو د دوام ډاډ ورکړ.
هغې د مصالحې شورا له مشر عبدالله عبدالله سره هم په کتنه کې د ترکيې پر کنفرانس، د دوحې پر مذاکراتو، ملي اجماع او پر سیمه ییزو اړیکو بحث کړی.
د استونیا جمهور رییسه پر داسې مهال کابل ته راځي چې ټاکل شوې چې په مې میاشت کې له افغانستان څخه د بهرنیو سرتېرو وتلو لړۍ پیل شي.
استونیا هم هغه هېواد دی چې ګڼ شمېر سرتېري یې د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې مېشت دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA