د سرچینې په وینا، جمهور ریيس به په دغه سفر کې د مهمند روغتون پرانیستې ترڅنګ د یاد روغتون مسوولینو، د ارغنداب ولسوالۍ زيانمنو شويو، د کندهار ولايت مشرانو، متنفذینو، ملکي او نظامي مسوولینو او د خصوصي سکتور استازو سره جلا جلا ليدنې هم ولري.
تر دې وړاندې هم جمهور رییس کندهار ولایت ته تللی و او د یاد ولایت له خلکو سره یې د ګڼو پروژو پلي کېدو ژمنه کړې وه.
د یاد ولایت خلک بیا شکایت کوي چې جمهور رییس ورسره په تېرو ژمنو عمل نه دی کړی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


