نوموړي په همدې هدف جوړې شوې غونډې ته وویل چې افغانان نور له پردیو جګړو ستړي شوي او نه غواړي چې افغانستان د هغوی د جګړو میدان پاتې شي.
هغه له هېوادوالو وغوښتل چې متحد او له جمهوریت څخه په ګډه دفاع ته چمتو شي.
ده په قطر کې پیل شوې خبرې یوه لوبه وبلله او له طالبانو یې وغوښتل چې هېواد ته راشي او خپلې غوښتنې په لویه جرګه کې مطرح کړي.
جمهور رییس د کندهار له خلکو سره ژمنه وکړه چې ستونزې به یې په اساسي ډول حل شي او په وینا یې، هلته به اقتصادي او د برېښنا په برخو کې نوې پروژې پلې شي.
تر دې وړاندې هم جمهور رییس کندهار ولایت ته تللی و او د یاد ولایت له خلکو سره یې د ګڼو پروژو پلي کېدو ژمنه کړې وه.
د یاد ولایت خلک بیا شکایت کوي چې جمهور رییس ورسره په تېرو ژمنو عمل نه دی کړی.


