ads

په ننګرهار کې یو ځانمرګی بریدګر نیول شوی

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل وایې، د ملي امنیت ځواکونو په دې ولایت کې یو ځانمرګی بریدګر موخې ته له رسېدو وړاندې ژوندی نیولی دی.

شمس الرحمن شمس
1 غویی 1400
په ننګرهار کې یو ځانمرګی بریدګر نیول شوی

د امرخېل په خبره ملي امنیت ځواکونو جلال آباد ښار اوومه ناحیه کې د ځانګړو عملیاتو پرمهال هغه کس نیولی چې غوښتل یې د شینوارو ولسوالۍ په یو مسجد کې ځانمرګی برید ترسره کړي.
والي زیاتوي چې نیول شوی کس احمد نومیږي چې د کوزې پښتونخواه اوسېدونکی دی او د لواړګي سیمې په یوه مدرسه کې د برید لپاره روزل شوی و.
نوموړی وایې، ملي امنیت همداراز د یوې اوونۍ په ترڅ کې اووه تنه د بېلا بېلو جرمونو په تړاو د وسلو او مهماتو سره یو ځای نیولي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA