په بلخ ولایت کې یو تن امنیتي سرتېری ووژل شو

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل کلید ته وویل، نن سهار ۸ او ۳۰ دقیقې دوه تنه وسله‌والو د بلخ پوهنتون دروازې مخې ته د یوه برید په ترڅ کې یو امنیتي سرتېری وواژه او له سیمې څخه په تېښته بریالي شول.