ads

دفاع وزارت: په فاریاب کې ۷تنه طالبان وژل شوي

دفاع وزارت په فاریاب ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا مسوول په ګډون د ۷ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

شمس الرحمن شمس
1 غویی 1400
دفاع وزارت: په فاریاب کې ۷تنه طالبان وژل شوي

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ، هوایي قواوو د فاریاب ولایت دولت اباد او قرمقُل ولسوالیو کې دطالبانو یوه غونډه او د اخاذۍ مرکز په نښه کړل چې په پایله کې د قرمقُل ولسوالۍ لپاره طالبانو د عامې روغتیا مسول په ګډون ۷ تنه طالبان ووژل شول او ۳ تنه نور یې ټپیان شول.

خبرپاڼه زیاتوي د عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو ۱ موټر،۴موټرسایکلونه، ۲ قرارګاوې او یو د اخاذۍ مرکز له منځه یوړل شول.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA