د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز کلید ته وویل، چې نن سهار ۷ او ۴۰ دقیقې د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند د لومړي بلاک په سیمه کې وسلوالو دوه امنیتي منسوبین د یوه برید په ترڅ کې ووژل.
د نوموړي په خبره پېښه د پولیسو تر څېړنې لاندې ده
تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ