ads

په پیښور کې د وسله‌والو طالبانو یو مهم نظامي قوماندان وژل شوی

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل خبر ورکوي چې د ننګرهار لپاره د طالبانو یو نظامي قوماندان مولوي نېک محمد رهبر رهبرمل تېره ورځ مازیګر ناوخته د پېښور په حاجي کمپ سیمه کې په یوه وسلوال برید ووژل شو.

شمس الرحمن شمس
31 وری 1400
په پیښور کې د وسله‌والو طالبانو یو مهم نظامي قوماندان وژل شوی

نوموړي همدارنګه پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې په برید کې له هغه سره د هغه دوه ملګري ټپیان شوي چې په ټپیانو کې یو یې عزیزالله چې په مصطفی مشهور و په ننګرهار کې د دې ډلې د استخباراتو ښاري شبکه رهبري کوله هم شامل دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

تر اوسه معلومه نه ده چې یاد برید کومې وسلوالې ډلې کړی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA