ads

هرات کې موټر بم برید شپږ سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې

د هرات سیمه ییز چارواکي وایي، تېره شپه ددې ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو پر پوسته موټر بم برید شوی، چې له امله یې یو شمېر پاڅون کوونکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

شمس الرحمن شمس
31 وری 1400
هرات کې موټر بم برید شپږ سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې
هرات

د دې ولایت والي سید عبدالوحید قتالي وایي، موټر بم برید کې دوه ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي، څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

د والي په وینا، له موټر بم وروسته د طالبانو له لوري پیل شوې جګړه چې څو ساعتونه یې دوام وکړ، له امله یې ګڼو طالب وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

تر اوسه وسلوالو طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA